د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن قطر ته د خپل سفر په مهال د فلسطین له ولسي خلکو سره د ۱۳۵ میلیون ډالرو اضافي مرسته اعلان کړه.
نوموړي د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ټاکل شوې مذاکره کوونکي په راتلونکو څو ورځې کې د غزې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کېدو په اړه د خبرو لپاره وویني.
انتوني بلینکن زیاته کړه چې د لبنان د جګړې د دیپلوماتیک حل لپاره هم هڅې جدي شوې دي.
متحده ایالتونه په سیمې کې له خپلو شریکانو سره په یوې طرحې کار کوي، چې اسرائيل ته له غزې څخه د وتلو اجازه ورکوي، د غزې په بیا رغونې، امنیت او ادارې کې د فلسطین د خلکو سره مرستې وشي او دا اطمینان ترلاسه شي چې حماس بیا په پښو ونه درېږي.
د حماس ډلې یو لوړ پوړي مقام د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) وویل چې د مصر منځګړو ته یې ویلي دي که اسرائيل د غزې اوربند ته ژمن دی، هغوی چمتو دي جګړه ودروي.
د حماس ډلې دغه مقام، چې په راپور کې یې نوم ذکر شوی نه دی، ویلي دي چې پلاوي یې په قاهرې کې له مصري چارواکو سره د غزې د اوربند په اړه «په نظرونو او وړاندیزونو» بحث کړی دی.