د بې پولې خبریالانو سازمان یا RSF د طالبانو له حکومت له بند څخه د افغان خبریال مهدي انصاري د ازادېدو غوښتنه کوي.
دغه سازمان ويلي چې ۲۸ کلن مهدي انصاري دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی خو طالبانو تر اوسه د هغه نیول نه دي تایید کړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د اکتوبر پر ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا غوښتنه شریکه کړې ده.
ویل کېږي مهدي انصاري پر ټولنیزو شبکو کې د ځینو نیوکو د لیکلو له امله چې د طالبانو پر حکومت یې کړي نیول شوی دی.