راپورونه وايي، د لبنان پایتخت بیروت کې پر یو هوټل باندې د اسرائیلي ځواکونو برید کې درز خبریالان وژل شوي دي.
په دغه هوټل کز د یادو خبریالانو د اوسېدو ځای و.
د معلوماتو له مخې په وژل شويو خبریالانو کېد المنار او المیادین تلویزیوني شبکو دوه انځور اخېستونکي او یو خبریال شامل دي.
المیادین تلویزیون هم د خپلو دوو کار کوونکو د وژل کېدو خبر تایید کړی او دا یې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د بیان پر ازادۍ برید ګڼلی او له نړۍوالې ټولنې یې د دغه برید د څېړنې غوښتنه کړې ده.