افغانستانخبرونه

هرات کې د باران او توپان له امله یو کس مړ شو

راپورونه وايي، هرات کې د سخت ورښت او توپان له امله یو کس مړ شوی او ګڼو خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو پر بنسټ نن غرمه مهال په هرات ښار او ولسوالیو کې شدید ورښت او توپان رامنځته شوی دی.

عیني شاهدان وايي چې انجیل ولسوالۍ کې د یو کور چت راغورځېدلی او له امله یې یو ۱۶ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا د هرات ولایت اوسېدونکي وايي چې دغه توپان او باران خلکو ته ګڼ زیانونه هم اړول دي.