لوبې

د ځوانانو اسیا جام: افغان ابدالیانو هند ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لار پیدا کړه


د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په نیمه پای‌لوبه کې افغان الف لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

افغان ابدالیان لوبډلې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د روانې نیمه پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د صدیق الله اتل، زبید اکبري او کریم جنت د غوره توپوهنې پر مټ د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او سیالې هند الف لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه. صدیق اتل ۸۳، زبید اکبري ۶۴ او کریم جنت ۴۱ منډې جوړې کړې.

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې د یوې خورا زړورې او غوره لوبې په پایله کې پیاوړې هند الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه له سریلانکا سره پای‌لوبه وکړي.