اسرایلي پوځ ادعا کړې چې هوایي ځواکونو یې په ایران کې شلو پوځي ځایونو باندې سخت ګوزارونه کړي دي.
د اسرایلو ددغه اړه د تسنیم خبري اژانس د خپلې یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي، د اسراییل د پوځ دا ادعا چې په هېواد کې یې ۲۰ ځایونه په نښه کړي بې بنسټه ده.
ددغه اژانس په خبر کې راغلي چې، د اسراییل دغه اقدام د هېواد له پولو بهر ترسره شوی او ډېر کم تاوان یې اړولی دی.
خبر وړاندې وایي، چې په تهران کې د سپاه پاسداران هیڅ کوم پوځي مرکز نه دی په نښه شوی.
بېګاه ناوخته اسرایلي هوایي جنګي الوتکو په ایران برید کړی خو تر اوسه ددغه بریدونو د تلفاتو په اړه مالومات ندي خپاره شوي.