افغانستانخبرونه

کاپیسا کې طالبانو رنجر چپه کړې پنځه تنه یې ټپیان شوي دي

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د پنځو طالبانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض په یوه بیان کې وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یو اړوند رینجر موټر له یوه مازادا ډوله موټر سره ولګېد.

د سرچینې په وینا د پېښې پنځه تنه ټپیان د رینجر او یو تن د مازدا سپرلۍ وو.

د پېښې علت د ډریورانو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.