د افغانستان له پاره د ایران ځانګړی استازی کاظمي قمي وایي چې هیواد یې افغان پانګوال هڅوي چې د ایران په سترو پروژو کې پانګونه وکړي.
د رسنیو د راپور په اساس، کاظمي قمي دغه خبرې په مشهد کې د یو نړۍوال نندارتون د پرانېستې پر مهال کړي، او ویلي یې دي دغې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
کاظمي قمي ویلي، تهران او کابل کولای شي چې د چابهار بندر په پراخولو، د شمال او سوېل، ختیځ او لویدیځ تر منځ ګډ ترانزیټي کریډور رامنځته کړي.
د ایران دغه ځانګړي استازي ویلي، چې د افغانستان د اقتصاد غوړېدل د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلای شي.