خبرونهسیمه

سعودي عربستان د اسرایلو لخوا پر ایران برید ددغه هیواد ملي حاکمیت خڅه سرغړونه یاده کړې

سعودي عربستان پر ایران د اسرایلو هوایي بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بللې او په دواړو هیوادونو یې کې غږ کړی چې له زغم کار واخلي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې رسنیو سره شریک شوی ویلي:« سعودي عربستان په سیمه کې د جګړې د دوام او د هغو شخړو د پراخېدو په ردولو کې چې د سیمې هېوادونو او خلکو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي، په خپل کلک دریځ ټینګار کوي.»

سعودي پر ایران د اسرایلو هوایي برید ته په غبرګون کې ویلي چې یاد عمل د دغه هیواد ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

بیګاه ناوخته اسرایلي هوایي ځواک پر ایران بریدونه کړي چئ تر اوسه هم د یادو بریدونو له امله اوښتي زیانونه ندي په ډاګه شوي.