خبرونهسیمه

ډله یز امینتي تړون د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ په پوله د امنیت پلان تصویبوي

ډله ایز امنیتي تړون سازمان د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د امنیت ټينګولو پلان تصویبوي.

 ددغه سازمان مشر ایمانقلي تسماګامبتوف ویلي چې د دوشنبې په ورځ د قزقستان په پلازمینه استانه کې کیدونکې ددغه سازمان په سرمشریزه کې به د دواړو هیوادنو د امینت ټینګولو په موخه پلان تصویب کړي.

ایمانقلي تسماګامبتوف رسنیو ته ویلي: «د دغه پلان پر طرحې لا له وړاندې د دغه سازمان د بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو او د امنیت شورا د دارالانشا د کمېټو د شوراګانو په کچه هوکړه شوې ده او اوس د دې غونډې په اجنډا کې دغه موضوع مطرح ده.»

ددغه پلان د تصویب خبر داسې مهال خپریږي چې په دې ورستیو کې د منځنۍ اسیا هیوادنو له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنې ښکاره کړي.