نن د هندي سینما بالیووډ فلمې ستورې روینا ټنډن ۵۲ کلیزه لمانځي
د هندي سینما بالیووډ فلمي لوبغاړې روینا ټنډن چې په هندي سینما کې د مست مست ګرل په نامه مشوره ده نن د اکتوبر ۲۶ مه د خپلې ۵۲ کلیزې لمانځنې ته تیاری کوي.
روينا ټنډن د خپل فلمي سفر پيل د سلمان خان سره د “پتر کي پھول” فلم نه پیل کړو، خو نوموړې وايي، چې هيڅکله يې فکر نه کاوه چې فلمي صنعت ته به راشي او فلمي لوبغاړې به شي.
د یوې فلمي کورنۍ سره تعلق لرونکې، روینا ټنډن ته شاید ځان کم ښکاره شوی وي ځکه چې هغې ته په لومړي کال کې چې فلمونو ته راغله د غوره مخ لرونکې فلمي لوبغاړې لومړۍ جایزه ورکړل شوه.
دغه فلمي ستورې د ۱۹۷۲ کال د اکتوبر په ۲۶ مه په ممبۍ کې زېږېدلې، روېنا د خپل پلار لپاره ډېره نېکمرغه ثابته شوه، ځکه چې له زېږېدو یو کال وروسته یې د فلم جوړونکي او ډایرکټر په توګه یې خپل لومړی فلم ‘انهوني’ پیل کړ.
روینا خپلې لومړنۍ زده کړې د ممبۍ په جوهو کې د جمنابي ښوونځي څخه کړې او د میتی بای کالج څخه یې فراغت بشپړ کړی.
له هغې وروسته نوموړې د خپل قد له امله د ماډلینګ ډګر غوره کړ، خو په یوه شرکت کې د کار کولو پر مهال هغې ته د فلم وړاندیز وشو.
د “موهرا” فلم تو ’چیز بڑی ہے مست مست‘ سندرې روینا دومره متاثره کړه چې هغې ته د بالیووډ “مست مست ګرل” لقب ورکړل شو، لکه څنګه چې اداکاره هیما مالاني ته د “ډریم گرل” لقب ورکړل شوی وو.
روینا ټنډن د ریښتیني اداکارۍ زده کولو لپاره د ډیرو ښو فلمونو وړاندیزونه رد کړل.
د روینا د مینې کیسه لومړی د اکشې کمار سره پیل شوه او هغې په ډیری ځایونو کې هغه ته د مینې د ملګري په توګه اشاره وکړه.
بیا یې په ۲۰۰۴ کال کې له فلم جوړونکي انیل تاداني سره واده وکړ. واده د ادېپور په شاهي ماڼۍ کې په دودیز ډول ترسره شو، له هغه وروسته دوی ته خدای یوه لور او ا ویو زوی ورکړو.
روینا ټنډن له واده وروسته له فلمونو څخه په څنګ شوه .
دغه فلمي لوبغاړې د خپل زوی له زیږیدو دوه کاله وروسته په ۲۰۱۰ کې بیرته فلمي نړۍ ته راسته شوه.