خبرونهنړۍ

د ایران لس سرحدي سرتیري د وسله والو یو برید کې وژل شوي

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې وسله والو کسانو د ایران د سرحدي ځواکونو په موټریز کاروان برید کړی او لس سرحدي سرتیري یې وژلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په یو لنډ بیان کې دغه خبر تایید کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د دغه برید پلټنه وکړي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د وژل شویو سرتېرو جسدونه دوی لېږدولي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.