په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې طالبانو د متقاعدینو حقونه د غلا او جبر په توګه نیولي او نه یې ورکوي.
نصیر احمد فایق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د عشر، زکات او مالیې په نوم حتی د کوڅو له پلورونکو څخه په زور پیسې اخیستل کیږي. خو ولې د متقاعدينو معاشونه نه ورکول کېږي؟»
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره تقاعد بند شوی او متقاعدینو ته نه ورکول کیږي.
که څه هم متقاعدینو بار بار احتجاجونه وکړل او له طالبانو یې د تقاعد د ازادلولو غوښتنه وکړه خو مګر نتیجه یې ورنکړه.