راپورونه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په جنوب او د غزې په شمال کې د حزب الله او حماس ډلو په بریدونو کې ۱۳ اسرائیلي پوځيان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.
په ټپيانو کې د ۱۲ هغو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.
يو شمېر عربي رسنيو ويلي چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د لبنان په جنوب کې د حزب الله او د غزې په شمال کې حماس ډلې له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کړي او غلچکي بریدونه يې پرې هم کړي دي.
بلخوا ويل کېږي چې پرون يو ځل بيا په غزه کې ملکي ځايونه په هوايي بمبارۍ کې په نښه کړي او ۵۸ فسلطيني وګړي يې وژلي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د راپورونو له مخې، د روانې اکټوبر میاشتې پرمهال په جګړو کې ۶۶ اسرائیلي پوځيان وژل شوي دي.