خبرونهسیمهنړۍ

په خیبر پښتونخوا کې به سبا د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیل شي

په خیبر پښتونخوا کې کوزڼ ضد “پولیو” واکسینو کمپاین امنیت له پاره پنځوس زره امنیتي کسان ګمار شوی دي.

د رسنیو راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا  کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځني کمپاین به سبا پېل شي.

دغه واکسین په دوه پړاونو کې پیلیږي، په لومړي پړاوړ کې به په بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، مردان او کوهاټ په ګډون په ۳۳ ولسوالیو کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې د پولیو واکسین په دغې دوره کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷،۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکو ترڅنګ د بدن د مقاومت د لوړوالي په موخه د ویټامین اې اضافي خواړه هم ورکړل شي.

د رسنیو ددغه کمپاین د امنیت ساتلو لپاره له اته زره څخه ډیر سیمه ییز مسولان او ۵۰ زره امنیتي ساتوونکي ځانکړي شوي دي.

یاده دې وي چې په روان کال کې تر اوسه په پاکستان کې ۴۰ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي، ۲۰ بلوچستان، ۱۲ سند، او ۶ په خیبر پښتونخوا کې دي.