د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وایي چې په افغانستان کې د هغه کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا د مالوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان داسې دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هیواد له یوې لسیزې راهیسې له ژورو، پراخو او دوامداره بشري اغېزو له ننګونو سره مخ دی. افغان وګړي د جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، زلزلې، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، بې ځایه کېدل، د کرونا ناروغۍ، د روغتیايي خدمتونو نشتوالي، اوږدمهاله بې وزلۍ او د ښځو او نجونو د زیاتېدونکي محرومیت او زیانمنتیا په منځ کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره سم په افغانستان کې بې وزلي او بېکاري هغه څه دي چې هیواد وال ورسره لاس او ګریوان دي، چې دغې چارې له هیواد د غیرې قانوني مهاجرت لړۍ هم چټکه کړې ده.