رویټرز د مکسیکو د ځایي چارواکو په حواله ویلي، چې د دې هېواد په مرکزي ایالت زاکاټکاس کې د یوه بس موټر د ټکر کېدو په پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې په جوارو د بار ټیلر موټر باډۍ له ټیلر څخه تر جلا کېدو وروسته بس موټر سره لګېدلې او بس له سړک څخه تر وتلو وروسته یوې ژورې کندې ته لوېدلی.
ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.