افغانستانخبرونه

په وروزګان کې ټرافیکې پېښې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په ورزګان ولایت کې یو موټر سیند ته لویدلی چې له امله یې اته کسان مړه شوي او یو بل سخت ټپي دی.

د ورزګان ولایت د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رئیس اغا ولي قریشي رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تیره شپه د ترینکوټ ګیزاب ولسوالۍ ته په غځيدلې لاره رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا،‌ یو مساپر وړونکی موټر چې له ګیزاب ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ته پر لاره و، چې موټر یې سیند ته لویدلی.

په یاده پېښه کې ټپي د درملنې له پاره روغتونه ته انتقال شوی دی.