د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ د طالبانو له خوا د ښځو، مدني ټولنې، رسنوالو او د سیاسي، ټولنیزو او پوځي چارو د فعالانو نیول غندلي او له نړیوالو یې غوښتي چې په دغه ډله فشار زیات کړي تر څو له غیرې قانوني نیونو لاس په سر شي.
دغه غورځنګ په یو اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي چې په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې دې د طالبانو لخوا د خپلسرو او غیرې قانوني نیولو په اړه خاموشه نه پاتې کیږي او په دغه ډله دې خپل فشار زیات کړي.
یاد غورځنګ په دغه اعلامیه کې ویلي نړیوال او د بشر حقونو سازمانونه دې د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي او دوی غږ دې واوري.
په افغانستان کې د طالبان بیا واکمنیدو سره په پراخه کچه د ټولنیزو فعالانو، نیول پېل شوي او تر سخت فشار لاندې دي.