نن د هیواد په شپاړسو ولایتونو کې د پولیو ضد واکیسنو کمپاین پیل شو چې په پام کې ده له پنځه کلونو کم عمر شپږ عشاریه دوه میلیونه ماشومانو ته به دغه واکسین وشي.
د طالبانو د عامي ورغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یو ویډیو پیغام کې وايي، دغه کمپاین یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل کړ چې د درېیو ورځو په موده کې به تر پنځو کلونو کم عمره ۶،۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.
شرافت زما په دغه ویډيو پیغام کې په سیمه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او اغېز لرونکو کسانو څخه یې د پولیو ضد واکسین کمپاین د ښه عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغه کمپاین په اړه نور جزیات ندي ورکړي