د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغان سوداګرو د کندهار انار په لومړي ځل د قزاقستان بازارونو ته صادر کړل.
د دغه وزارت په وینا، د کندهار د انارو لومړۍ چوپه نن د تورغنډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتا ښار ته ورسېدل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې قزاقستان هېواد ته د یاد وزارت د پلاوي د سفر او ورسره د سوداګرۍ برخه کې د هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته سوداګرو ته دا زمینه برابره شوه چې قزاقستان ته د کندهار انار صادر کړي.