د اکتوبر پر ۲۸مه د پنټاګون ویاندې سبرینا سنګ رسنیو ته ویلي، شماليکوریا شاوخوا لس زره سرتیري روسيې ته لېږلي او تر روزنې وروسته به په راتلونکو څو اوونیو کې د اوکراین پر وړاندې د جګړې لپاره چمتو شي.
اغلې سنګ ویلي، روسيې ته د شماليکوریا لخوا د ګومارل شویو سرتېرو د پام وړ زیاتوالي دا وېره رامنځته کړې چې په اوکراین کې به جګړه پراخه شي.
پنټاګون انديښنه ښودلې چې د شماليکوریا له ۱۰۰۰۰ پوځیانو څخه چې ختیځې روسیې ته د روزنې لپاره استول شوي، يوشمېر يې، د اوکراین پولې ته نږدې شوې دي.
تر اوسه پخپله شمالی کوریا او روسیې د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو امريکا تېره اوونۍ په اټکليزه توګه ويلي وو چې شمالي کوریا د اوکراین پر ضد جګړې لپاره روسیې ته خپل ۳۰۰۰ سرتېري لېږلي دي.