د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې (اوچا) ویلي اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱.۳ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
اوچا زیاته کړې چې د دې مرستې پر مټ کولای شي زیانمنو کسانو ته په افغانستان کې مرسته و رسوي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې په افغانستان کې په راروان ژمي کې د اړینو بېړنیو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري.