ایراني چارواکي وایي، د وران کال تر پایه دوه میلیونه غیرې قانوني افغان کډوال د ویستلو د پلان له مخې یې ۸۵۰ زره غیرې قانوني افغان کډوال له خپلې خاورې ویستلي دي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان رسنیو ته وویل چې د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.
بل پلو په کرمان کې چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.