افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار ولایت کې څلور کسان په دُرو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وایي، په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې ‎ د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلي، ابتدائيه محکمې یاد مجرمين په ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.