افغانستانخبرونه

هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ یوه پېښه ثبت شوې ده

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په هلمند ولایت کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، له دې نوې پېښې سره په افغانستان کې سږ کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۸۵ ته ورسېد.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د چاپیریال د پولیو دغه مثبته پېښه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې ثبت شوې ده.

دا په  داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي و، چې طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین په بشپړه توګه بند کړى دی.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د روان کال په تلې میاشت کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.