افغانستانخبرونه

نعیم قاسم د حزب الله ډلې د نوي مشر په توګه وټاکل شو

د لبنان د خزب الله غورځنګ وسله والې ډلې نن اعلان وکړ چې د دغې ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم د یادې ډلې د نوي سرمنشي/مشر په توګه وټاکل شو.

د دغې ډلې په یوې خبرپاڼه کې چې د نوي مشر لپاره د حزب الله د رهبرۍ شورا ټاکنې وکړې او د رایو په اکثریت یې شیخ نعیم قاسم نوی نشر انتخاب کړ.

د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته په دغه ډله کې د شیخ نعیم قاسم نه غیر بل مخور شخص نه تر سترګو کېده.

نوموړی د حزب الله لومړنی لوړپوړی شخص و چې د حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته په عام محضر کې را څرګند شو او وینا یې وکړه.