خبرونهسیمه

د حزب الله نوی مشر له اسرائیلو سره اوربند ته چمتوالی ښودلی

په لبنان کې د حزب الله ډلې نوي مشر ویلي چې چمتو دي له اسرائیل سره د یو لړ ځانګړو شرایطو په اساس د سولې تړون وکړي.

د حزب الله ډلې مشر نعیم قاسم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسرائيل د امنیت کابیني غونډه کړې او د سولې په احتمال یې بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل د لبنان په ختیځ کې بریدونو ته زور ورکړی او وایي‌ د لبنان په بالباک کې یې د حزب الله یو بل قومنان هم وژلی دی.

بل لوري ته د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي ویلي چې هغه «محتاط خوشباور» دی چې ممکن په «راتلونکو څو ساعتونو او یا څو ورځو کې سوله» وشي.

نوموړي د الجدید رسنۍ ته وویل چې د متحدو ایالتونو استازي اموس هوکسټاین وړاندیز کړی چې «شاید موږ د نومبر تر پنځمې نېټې مخکې په راتلونکو څو ساعتونو او یا څو ورځو کې اوربند ته ورسېږي،» د نومبر په پنځمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات دي.

اسرائيل تېره میاشت په یو هوایي برید کې د حزب الله ډلې مخکنی مشر حسن نصرالله وواژه او دغې ډلې بیا نعیم قاسم خپل مشر وټاکه.