افغانستانخبرونه

مولوي عبدالکبیر: د تیرو درې کالو اقتصادي لاسته راوړنې د تېرو شلو کالو په پرتله بې ساري دي

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې په تیرو درې کالو کې یې اقتصادي پرمختګ د تیرو شلو کالو په پرتله بې ساري دی.

مولوي عبدالکبیر یادې څرګندونې د خصوصي پوهنتونو له مسولینو سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده د طالبان د مشر له لورې د ابو د مهار کولو په موخه په هرې ولسوالۍ کې چیک ډيمونه منظور شوي چې ډير زر به پرې کار پیل شي.

هغه همداراز زیاته کړې، غنمو ته د هېواد کلنۍ اړتیا اووه میلیونه مټریک ټنه ده چې اوس یې یوازې پنځه میلیونه د هېواد له د ننه لاسته راځي او د قوش تېپې او د هېواد نورو کانالونو په بشپړېدا سره به دغه تشه هم ډکه شي.