افغانستانخبرونه

طالبانو د ايران له لوري د يو شمېر افغانانو وژل تاييد کړل

د طالبانو د حکومت د وياند مرستیال وايي، د ریاست الوزراء له لوري،  څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه ټاکل شوي پلاوي خپلې پايلې له رياست الوزرا سره شریکې کړې.

حمد الله فطرت نن پر خپل اېکس پاڼه په دې اړه معلومات شریک کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هیئت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو یې ملتیا کوله، کار پیل کړ.

‏هغه زیاته کړه، تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو وژل شويو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی.

د يادولوړ وړ ده چې د اکتوبر په ۱۵مه د بشري حقونو نړۍوال سازمان په يو راپور کې د ایران، پاکستان او افغانستان په ګډه پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوالو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی و چې طالب چارواکو دا خبر تایید نکړ او دا يې اوازې یادې کړې.