افغانستانخبرونه

کرزي د يوناما له مشرې سره لیدنه کې د نجونو د زده کړو پر پيل ټينګار وکړ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو پر پرانېستلو ټينګار وکړ.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي نن له روزا اوتنبایوا سره د خپل کار په دفتر کې لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې حامد کرزي ټينګار کړی چې د طالبانو حکومت دې د ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او د کار په برخه کې دې هم ورته اسانتياوې برابرې شي.

هغه په یاده برخه کې د ملګرو ملتونو په رول هم ټينګار کړی او دغه برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

حامد کرزي په دغه لیدنه کې په هېواد کې د پایه دارې سولې لپاره ملي تفاهم اړین ګڼلی دی.