د ترکې په استانبول ښار کې د بندو دروازو تر شاه د افغان سیاسیونو او فعالانو ګډه غونډه پرون پېل شوې چې ویل کیږي په دغه ناسته کې به د افغانستان په سیاسي حالاتو او ټيکاو بحث وشي.
د رسنیو د راپورونو له مخې دغه ناسته د حکمت خلیل کرزي او ادرس زمان په کوربه توب رامنځټه شوې چې نن به یې ورستۍ ورځ وي.
راپورونه وایي چې په دغه ناسته کې چې د ښځو په ګډون افغان سیاسیونو، د تیرو حکومت چارواکو او فعالانو پکې ګډون کړی د افغانستان اوسني وضعیت او سیاسي ټیکاو ته د رسیدو په موخه د پرتو ننګونو په اړه به پکې بحثونه وشي.
دغه غونډه په لویه کچه رسنیزه شوې نده خو تمه ده چې نن به یې مالومات له رسنیو سره شریک شي.