خبرونهسیمهنړۍ

ټي ټي پي: زموږ مشرتابه په پاکستان کې دی او ټول بریدونه مو په پاکستان کې پلان کیږي

پاکستاني طالبانو (ټي ‌ټي‌ پي) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه تورونه رد کړل چې وایي، دغه ډله په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې زهرا بلوچ هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې تېره ورځ یې دغه ډله تورنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

زهرا بلوچ همدا ډول په افغانستان کې له طالبانو غوښتي وو چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې، چې که دوی د پاکستان د ننه هر ځای غواړي د دوی مشرتابه ورسره کتلای او هر ډول مرکو ته چمتووالی لري.

په خبرپاڼه کې دا رنګه لیکل شوي چې:«د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار غځول، تر ځنګ یې د امنیتي کمرو شته والی، د ۸۰۰ په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې او د زرګونو پاکستاني سرتېرو په مېشتېدا پر دغه کرښه انسانان خو لا پرېږده چې مرغۍ هم رپ نه شي وهلای؛ نو زموږ وسله‌وال به څنګه پرې تګ راتګ وکړي.»

د پاکستاني طالبانو په دغه خبر پاڼه کې راغلي چې د دغې ډلې ټول فعالیتونه همدلته پلانیږي او له همدغه ځایه یې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.

هیره دې نه وي چې پاکستاني چارواکو بار بار رسنیو ته ویلي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي.