له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وایلي، په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي.
یاد سازمان نن د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په پار د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي،چې له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه تر ۱۴۰۰کاله پورې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي، په سلګونو بندیان شوي، ځورول شوي، او یا یې خپلې دندې پرېښې دي.
له خبریالانو د ملاتړ سازمان په دغه خبر پاڼه کې راغلي: «سږکال دغه ورځ په داسې حال کې پر افغان خبریالانو راغلې، چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې لهخوا پر رسنیو او رسنوالو د سانسور، محدودیتونو، ګواښونه او استبداد اوج ته رسېدلی دی.»
یاده دې وي چې په دغو ارقامو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په وروستیو دریو کلونو کې د وژل شویو خبریالانو ارقام شامل نه دي.
د نومبر دویمه نېټه په نړۍواله کچه هرکال د خبریالانو په وړاندې له جرمونو څخه د معافیت د پای ته رسولو د غوښتنې د ورځې په توګه نمانځل کېږي.