افغانستانخبرونه

د مېرمنو تاریخي بدلون غورځنګ: نړیواله ټولنه دې طالبان د هاګ محمکې ته راکش کړي

د افغانستان د مېرمنو تاریخي بدلون غورځنګ وایي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو سره چلند بابیزه ونه ګڼي، ځکه مېلیونونه ښځې او نارینه د عدالت په تمه دي.

یاد غورځنګ د یوې خبرپاڼې له مخې چې رسنیو سره شریکه شوې لیکلي، چې د ښځو د حقونو فعالینو پروړاندې د طالبانو لخوا غیرې انساني خو د پوښتنې نه کیدو په صورت کې   د دغې ډلې «جنایتونو او تېری» لا پسې زیات شو.

خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د فرمانونو په صارولو سره هڅه کړې چې ښځې څنډې ته کړي او هغه معترضې نجونې چې د طالبانو له بنده خوشې شوي یا یې ځان وژنه کړې او په رواني ناروغیو اخته دي.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې میلیونونه ښځې او نجونې د تمه لري چې طالبان د هاګ نړیوالې محکمې ته راکش کړل شي.