افغانستانخبرونه

په غور ولایت کې د ځایي خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د طالبان له لورې د کور په کور د تلاشۍ په مهال د ځایي خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې.

ځایي خلکو رسنیو ته ویلي چې دغه نښته د شهرک ولسوالۍ په ازو کلي کې د کور په کور د طالبانو له لورې د تالاشۍ پر وړاندې د اعتراض له امله رامنځته شوې ده.

په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي ندي خو ځایي خلکو ویلي چې ددغه نښتې له امله دېرش ځایي خلک طالبانو له ځان سره وړي دي.

د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره سم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د وسلو د ټولو په موخه کور په کور تالاشۍ کړي خو په کابل او غور کې د دویم ځل لپاره کورونه تالاشي شوي دي.