افغانستانخبرونه

نن د کابل پوهنتون د خونړي برید څلورم تلین دی

نن ورځ د لړم میاشتې ۱۲مه، پر کابل پوهنتون د خونړۍ برید څلورم تلین دی چې څلور کاله وړاندې په همدې ورځ په کابل پوهنتون وسله والو ترهګرو برید وکړ.

په دغه برید کې وده ویشت کسان چې اکثریت یې زده کړیالان وو په بې رحمانه ډول ووژل شول.

په برید کې د نارینه زده کړیالانو ترڅنګ نجونې زده کړیالانې هم وې چې په مرمیو ویشتل شوې وې.

هغه مهال ددغه برید پړه د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستې وه.