د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند یو پلاوي د د هوا پېژندنې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ.
دغه راز د طالبانو د حکومت د دوو نورو وزارتونو اوبو او انرژۍ او کرنې او مالدارۍ استازي هم په دغه سفر کې د پلاوي ملتیا کوي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت د هوا پېژندنې د رییس عبدالستار غروال په مشرۍ پلاوی د هوا پېژندنې ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ.
ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې په دې پلاوي کې د اوبو او نرژۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او ځینو نورو ادارو استازي هم شامل دي، چې ازبکستان کې به د ناستې له ګډون والو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړي.