افغانستانخبرونه

په هرات کې د ښاروالۍ له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت فرعي سړکونه جوړېږي

‏هرات کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر فرعي سړکونو او کانالونو د کانګرېټ کولو چارې پیل شوې.

‏د هرات ښاروالۍ مسٶلين وايي، چي د هرات ښار اړوند د لومړۍ ناحيې په ١٢ ګذرونو کي د يو شمېر فرعي سړکونو او کانالونو د اساسي رغېدو چارې پیل شوې.

د هرات ښار لپاره د طالبانو ښاروال ملا نعمت الله حسن وايي، ، دغه لويه پروژه د ٢٢ ميليونه افغانيو په ارزښت نن پيل شوه او د شپږو میاشتو موده کې به بشپړه شي.

د دغې پروژې لګښت د هرات ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.