افغانستانخبرونه

ندا محمد ندیم: د طالبانو نظام په هیڅ چا پورې خاص ندی بلکې د ولسونو دی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې اسلام امارت طالب او ملا پورې محدود ندی بلکې د ټولو افغانانو ګډو نظام دی.

نوموړي دا څرګندونې په نورستان ولایت کې یوې غونډې ته کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان ټول ولسونه په تېر شل کلن (جهاد) کې شریک دي، ځکه دوی ټولو په بېلابېلو اړخونو کې (جهاد) کړی دی، چې دا د سمتونو او ولسونو ګډ نظام دی او هېڅ یو مشخص قشر، قوم او سیمې پورې محدود نه دی.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د افغانستان په ولسونو کې لږ شمېر کسانو زندانونه نه دي لیدلي او یا یې د کورنۍ غړي له لاسه نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر حکومت له دې امله نیوکې کیږي چې له طالب او ملا پرته بل چاته په خپل رژیم کې دنده نه ورکوي.

داسې راپورونه هم شته چې طالبانو د تېر جمهوري حکومت د مسلکي کسانو پر ځای هم ملایان یا هم طالبان ګومارلي دي.

همدا درې ورځې مخکې د طالبانو پوهنې وزارت یو مکتوب رسنیز شو چې کې ليدل کيږي، د طالبانو مشر ملا هبة الله غواړي د ښوونکو لپاره پخواني حکومت کې ځانګړې شوې ځمکې له هغوی واخلي او ملايانو ته يې ووېشي.

په دغو مکتوبونو کې ويل شوي، ښوونکو ته وېشل کېدونکې هغه ځمکې چې د تثبيت، انتقال، سروې، توپوګرافي، خط اندازي او وېش چارې يې پيل ته اماده شوي، نښه دې شي او ټولو هغو ملايانو او مدرسینو ته دې ورکړل شي، چې جهادي سابقه لري او د طالبانو د پوهنې وزارت د ديني تعليماتو معينت په چوکاټ کې برحاله کار کوي.

د مکتوب پر اساس به په هر ولايت او ولسوالۍ کې د ملايانو لپاره ځانګړي ښارګوټي جوړ شي.