د افغانستان له پاره د دوحې د سولې په توافق نامه کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که د امریکا د ټاکنو پایلې په وخت اعلان نشي نو په کور دننه او بهر بد اغیر پرې باسي.
زلمی خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه، د کار پوهانو له قوله چې ګینې د د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې په ځندنۍ شي لیکلي: «زه هیله لرم چې داسې ونه شي، ځکه چې دا به هم په کور دننه او هم په بهر کې ناوړه اغیز ولري.»
ښاغلي خلیلزاد د متحده ایالاتو حکومت ته په اشارې سره همداراز وایي، چې نړۍ کې تر ټولو لویه ولسواکي باید وکولای شي، چې د ټاکنو په ورځ، ګټونکی اعلان کړي.
د متحده ایلاتو ټاکنو ته دوه ورځې لا هم پاتې دي او دواړه نوماندان، کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ په کمپاین بوخت دی چې وخت نا وخت په یو بل سختې نیوکې هم کوي.