افغانستانخبرونه

مالدیف خپل سفیر په پاکستان کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی

د مالدیف هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي په پاکستان کې یې خپل سفیر د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی دی.

د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت ویلي سفیر یې دوی ته له احوال ورکولو پرته له طالب چارواکي سره لیدلي دي.

د دغه وزارت په وینا مالدیف د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد په توګه د دغه سازمان ټولو پرېکړو ته ژمن دی او تر هغه وخته چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي دوی یې هم په رسمیت نه پېژني.

بلخوا په پاکستان کې د طالبانو سفارت ويلي، سفیر سردار احمد شکېب د مالدیف هېواد له سفیر سره لیدلي دي او په دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.

یاد سفارت په یوه علامیه کې ويلي چې سفیر سردار احمد شکېب او محمد طه په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او ځینو نورو مسایلو په تړاو غږېدلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو سفیر سردار شکېب ويلي چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د حسنه روابطو جوړېدو ته خوشبینه دی او هڅه کوي چې دغه اړیکې رامنځته کړي.

دغه راز د مالدیف هېواد سفیر محمد طه هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د یو اسلامي هېواد په توګه د حسنه اړیکو جوړېدو ته هیله مند دی.