یو شمېر اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د نظامي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر یحیی سینوار تر مرګ وړاندې ۷۲ ساعته په لوږه تېره کړې او له اسرائیلي ځواکونو سره یې جګړه کړې ده.
د رپوټونو له مخې، یحیی سینوار د اکټوبر په ۱۷مه د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
د اسرائیلي ځواکونو تمه دا وه چې یحیی سینوار به په کومه سمڅه یا غار کې پټ وي خو د یوې کوچنۍ ډروند کېمرې په مرسته یې وموندل چې په یوه کور کې په کوچ ناست ټپي یحیی سینوار دی او په تش لاس یې هم د مقابلې هڅه کوله.
اسرائیلي رسنیو ويلي د عدلیي طب رپوټ چې د یحیی سینوار د جسد په اړه یې پلټنې کړي څرګنده کړې چې یحیی سینوار تر مرګ وړاندې د ۷۲ ساعتونو لپاره په لوږه تېره کړې ده.