د ملګرو ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې تېره یوه اوونۍ کې د افغان کډوالو شاوخوا ۵۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یونیسیار اداره وايي په ایران کې د غیر قانوني او اسناد لرونکو افغان کډوالو ژوند د ایراني چارواکو د ناسم چلند له امله تریخ شوی او هېواد ته په بېرته راګرځېدو مجبور شوي دي.
د یونیسیار اداره وايي هره ورځ لږ تر لږه ۸۰ کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته راګرځي.
د دغه سازمان په باور دا اکثریت کورنۍ د اقتصادي ستونزو سربېره د طالبانو په نظام کې خوندي نه پاتې کېدو له وېرې کډوالې شوې وې.
ایراني چارواکو ويلي جې د روان کال تر پایه به له خپل هېواد څخه ټول غیر قانوني کډوال بهر کړي.