ځانګړي برخهراپورونه

امربالمعروف د کندهار ښځینه روغتیایي کارکوونکې له محرم پرته کار څخه منع کړي

راپورونه وايي، په کندهار کې د امر بالمعروف ادارې د دغه ولایت د دولتي روفتیایي مرکزونو ښځینه کار کوونکو ته خبرداری ورکړی چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي.

که څه هم د امربالمعروف ادارې په لیکلي بڼه دوی ته څه نه دي ورکړي خو د دغې ادارې محتسبین روغتیايي مرکزونو ته ورځي او هغوی ته په جدي ډول وايي چې باید له محرم پرته رانشي.

د روغتیايي مرکزونو ښځینه کار کوونکې دغه چاره سخته ګڼي او وايي که دا امر پلی شي ډېرې ښځينه کار کوونکې به دندې پرېږدي.

د امر بالمعروف د محتسبینو خبرداری

د کندهار د یو شمېر روغتیايي مرکزونو ښځینه کار کوونکې وايي چې تېرو درېیو ورځو کې د کندهار ولایت د امربالمعروف او نهی عن منکر ادارې محتسبین د کندهار ښار اړوند د شپږمې ناحيې میربازار، د دويمې ناحيې ښکارپور بازار او د نهمې ناحیې لوی ويالې روغتیايي مرکزونو ته ورغلي او هغوی ته یې د ویلي چې نور به له محرم پرته روغتون ته نه ورځي.

روغتیایي کار کوونکي وايي، هر مرکز ته د امر بالمعروف ادارې یو یو ناظر هم ټاکلی چې دغه موضوع به څاري او له محرم پرته به روغتیایي کارمندې ته د ورتګ اجازه نه کوي.

د محرم د موجودیت ستونزې

د کندهار د روغتیايي مرکزونو ښځینه کار کوونکې وايي، د ډېرو کورنیو نارینه کارونو او دندو ته ځي، که دوی تر دندې رسوي خپله دنده ترې پاتې کېږي.

دغه راز دا ښځینه کار کوونکې وايي د امربالمعروف ادارې کار کوونکو ورته ويلي چې کوجني ورورنه او د کورنۍ غړي هم ورسره نه مني باید لویان چې پلار، ورور او خاوند وي باید ورسره ورشي.

د ښځینه کار کوونکو غوښتنې

د کندهار د روغتیايي مرکزونو ښځینه کار کوونکې وايي که پر دوی محرم لازمي کېږي باید د دوی محرم ته هم معاش وټاکل شي ځکه په یوه معاش خو دوه کسان کار نه شي کولی.

روغتیايي کار کوونکې وايي، اوسنی معاش هم ډېر کم دی او که په همدغو معاشونو دوی دوه کسان له لوره راځي هېڅ ګټه ورته نه کوي مجبورېږي چې دوی دندې پرېږدي چې ټول زیان یې ولس ته رسېږي.

د کندهار ولایت د روغتیا او امربالمعروف ادارو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د کندهار او ورسره د نږدې ولایتونو په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې نشته چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.