د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي، چې حکومت به یې د مهاجرینو هغه قضیې ژر وڅېړي چې د منل کیدو احتمال یې زیات دی.
کییر سټارمر رسنیو ته په برتانیا کې د هغه مهاجرو چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی د پنا غوښتنې په اړه ویلي، چې د کارګر حکومت غواړي “په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي”.
د راپورونو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.
د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې یې د افغانانو، ایرانیانو، سوریایانو او سوډانیانو اړوند قضیې دي.