خبرونهنړۍ

مولانا فضل الرحمن: د ملي شورا له لورې په قانون کې تعدیل د نه منلو وړ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، د پاکستان په قانون کې راوستل شوی تعدیل شرعي بڼه نلري نو د منلو له پاره یې تیار ندي.

د پاکستان ملي شورا د پوځ او د محمکې د قاضیانو له پاره په قانون کې د تعدیلاتو په تصویب سره د پوځ د مشرانو کاري موده له درېو څخه پنځو کالو ته لوړه کړه او همدا ډول یې د محمکې د قاضیانو شمیر دوه برابره کړو.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه خبري کنفرانس پر مهال د پاکستان د ملي شورا له لوري د دغه هیواد په قانون کې د تعدیل راوستلو خلاف غبرګون وښود او ویې ویل چې دغه تعدیلات د شریعت پر بنیاد نه دي شوي او دوی یې نه مني.

مولانا فضل الرحمن وايي، د ملي شورا لخوا په قانون کې د تعدیل خلاف به په محکمه کې قضیه ثبت کړي.

هیره دې نه وي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په قانون کې ددغه تعدیلاتو په اړه غبروګون ښودل دی.