افغانستانخبرونه

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې وچکالۍ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وایي په افغانستان کې وچکالۍ خلک له خپلو سیمو بې ځایه کړي او اقتصادي سرچینې له له منځته تللي دي.

ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه په اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې وچکالي او د حاصلاتو له منځه تلل خلک له لوږې سره مخامخ کړي دي.

دغه بنسټ وايي:«د اوبو د کچې د ټیټېدو او د فصلونو د له منځه تللو له امله ټول کلي خالي شوي دي. کورنۍ د بدیل معیشت موندلو لپاره له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه کېږي او د بې ځایه کېدو هڅه ډېری وخت دوی نور هم زیانمنوي.»

دغه پرواګرام وایي، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۲۹م کنفرانس کې چې روانې میاشتې د نومبر په میاشت کې په باکو کې جوړېږي، د اقلیمي بدلون په وړاندې د انعطاف د رامنځته کولو د اړتیا غوښتنه کوو.

یاد پرورګرام په افغانستان کې د اوبو د کچې د ټیټېدو او د فصلونو د له منځه تلو له امله د کلیو د خالي کېدو او خلکو د کوچېدو په اړه اندېښنه ښودلې.