لوبې

افغان لوبغاړو د بنګله دیش سره د سبانۍ سیالۍ له پاره تمرینات ترسره کړل

سبا چهار شنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش لوبدلې سره لومړۍ سیالۍ تر سره کوي.

افغان اتلانو د بنګله دېش پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د غوره چمتووالي په موخه تېر ماښام په شارجه کرکټ لوبغالي کې خپل تمرینات ترسره کړل.

افغان لوبغاړي به د یادې لوبلړۍ په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې سبا خپل بخت وه ازمایي.