د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي برید ګر پر قبر د څلي جوړولو چارې یې پيل کړي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، د حیات الله په نوم د لومړي ځانمرګي بریدګر پر قبر د څلي جوړول «له فرهنګي پلوه په افغانستان کې د امریکا په وړاندې د افغانانو د اتلولیو د قدردانۍ یوه هڅه ده».
خالد ځدران چې د کورنیو چارو وزیر ته نږدې کس دی لیکلي، چې د حیات الله په نوم یوه ځانمرګي بریدګر د پکتیا ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی و، چې په هماغه ځای کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه د یو څلي د جوړولو کار پیل شو.
خالد ځدراڼ زیاته کړې، چې دغه څلی د سراج الدین حقاني پورې تړلي «جلال بنسټ» له خوا جوړېږي او په ډېره کمه موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
هیواد وال په افغانستان کې له ځانمرګو بریدونو ترخې خاطرې لري، د لسګونه زره افغانانو ارمانونه په دغه بریدونو کې خاوري شوي، سلګونه بې ګونا افغانان پکې وژل شوي او درانه مالي تاوانونه یې وراړولي دي.